د سولې په ټينګښت کې د رسنيو رول ترسرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

د کندهار پوهنتون د پاچاخان څېړنيز مرکز له خوا (په سوله کې د مطبوعاتو رول) تر عنوان لاندې علمي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد، د پاچاخان څېړنيز مرکز رییس پوهنيار لايق ځيرک، د کندهار پوهنتون اداري کار کوونکو، د کندهار ولايت د غږيزو او چاپي رسنيو استازو او مسؤلينو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد، په سوله کې د مطبوعاتو رول مهم وباله او زياته یې کړه: "رسنۍ په جګړه کې د ښکېلو لوريو ترمنځ په خپل ناپېیلي دريځ سره د ولس د رښتيني غږ په پورته کولو سره د سولې له پاره زمينه برابرولای شي. ښاغلي رشاد وويل د کندهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځی او د پاچاخان څېړنيز مرکز د سولي په برخه کې خپلې هڅې له مخکې پيل کړې دي او په دې برخه کې د کندهار ولايت د رسنيو له مسؤلينو څخه هم د همکارۍ هيله لري، ترڅو د دايمي سولې له پاره د ګډ کار زمينه برابره شي.
په غونډه کې د کندهار پوهنتون د پاچاخان څېړنيز مرکز مسوول پوهنيار لايق ځيرک هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې دا غونډه په دې موخه جوړه شوې ترڅو د کندهار ولايت د سيمه ييزو رسنيو مسؤلين په سوله کې د مطبوعاتو د رول په برخه کې خپلې تجربې راسره شريکې کړي او د سولې پر وړاندي شته ستونزو ته حل لاره پيدا کړي.
تر دې وروسته د کندهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي استادانو هر يو ښاغلي عبدالوهاب رحيمي "د افغان جګړې په شدت او کموالي کې د نړيوالو رسينو رول" او ښاغلي صبغت الله غورځنګ "د سولې ژورناليزم له اړخه د BBC راډيو د خبري منځپانګې تحليل" تر عنوان لاندې خپلې علمي څېړنې وړاندې کړي.
ورپسې د طلوع افغان اونيزې مسؤل ښاغلي محمد ابراهيم سپېڅلي، د کليد راډيو مسوول ښاغلي اسدالله حکيمي، د ارګ اونيزي استازو ښاغلي جان محمد صالح او قدرت الله ساحل او د هېواد ټلويزيون مسوول ښاغلي صديق الله خليق د موضوع په اړه خپل نظرونه د غونډې له ګډنوالو سره شريک کړل. د غونډې په پای کې د ګډونوالو له خوا جوړ شوی پرېکړه لیک واورول شو او غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.