د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شپږم تلین په اړه د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت پیغام!

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۷:۵۷
k

د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شپږم تلین په اړه د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت پیغام!

د شوروي او امریکایي اشغال پر وړاندې مبارزه څېره، جید عالم، تکړه مجاهد، د اسلامي نړۍ او افغان مظلوم ولس خواخوږی امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ د کندهار او بلوچستان تر منځ په سرحدي سیمه کې د امریکایي اشغالګرو له لوري په مظلومانه ډول په شهادت ورسېد.

ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د الحاج محمد جان زوی په ۱۳۴۷هـ.ش کال کې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ د بند تیمور سیمې په یوه روحاني کورنۍ کې زیږېدلی دی. نوموړي خپلې ابتدایي دیني زده کړې د خپلې سیمې په جومات او مدرسو کې ترسره کړي، وروسته یې د هجرت پر مهال د بلوچستان د سیمې په مدارسو کې خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکړ. له هغې وروسته کویټې ښار او بیا هم خان کراس سیمې ته ولاړ او د هغې ځای په مدرسو کې یې دیني کتابونه ولوستل. وروسته ملا محمد منصور (تقبله الله) د دیني علومو په خاطر پېښور ته ولاړ هلته یې په کچه ګړۍ او نورو سیمو کې دیني درسونه وویل او وړه دوره یې د پېښور د جلوزو په کمپ کې تکمیل کړه.

دغه راز کله چې په ۱۹۷۸م، کال کې پخواني شوري اتحاد پر افغانستان تیری وکړ، نوموړي یې پر وړاندې جهاد پیل کړ. همدارنګه د ا.ا.ا د لومړي دور حاکمیت پر مهال، د پوځي فعالیتونو تر څنګ، د کندهار د هوايي ډګر مسؤل، په کندهار کې د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې مسؤل او د هوانوردۍ وزارت د وزیر په توګه یې دندې ترسره کړي دي.

ملا محمد منصور (تقبله الله) د اسلامي امارت لومړي دور حاکمیت له سقوط وروسته د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (تقبله الله) د مرستیال او د نوموړي له شهادت وروسته د اسلامي امارت د رهبر په توګه وټاکل شو، خو دغه وخت امریکا او ناټو افغانستان اشغال کړی و او د هغوی پر وړاندې په مبارزه کې یې ډېرې ستړې وګاللې. الله تعالی دې د هغه ټول جهادونه او ستړې په خپل دربار کې قبولې او منظوري کړي.

د لوړو زده کړو وزارت رهبري د نوموړي روح ته د دعا لاسونه لپه کوي او د افغانستان لپاره یې ستره ضایعه بولي.

په درنښت

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر

الحاج مولوي عبدالباقي حق اني

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۵:۱۷
Background image

د هلمند پوهنتون د تهیه او تدارکاتو آمریت خبرتیا!

د هلمند پوهنتون ریاست د ساتني او خوندیتوب پروژه د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، چي د داوطلبۍ په پروسه کي د برخه اخیستلو لپاره لیوالتیا لري، کولای سي چي د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

خبرتیا!

ټولو هغو علماء کرامو ته چې له فتحي مخکې د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د عالمیې مرحلې په ازموینه کې بریالي شوي وي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست کې یې نوملیکنه کړې وي . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د کمېسیون ناسته وشوه

 

په دې ناسته کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د هېواد تحصيلي نظام او بېلا بېلو برخو پر نظم ټینګار وکړ او ويې ویل، چې په لوړو زده‌ کړو کې نظم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره وکتل

 

په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول د مخدره توکو روږدو کسانو درملنې او مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه کې د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۶:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

د یاد روغتون د مسؤلینو په وینا، د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه (ټي اېف یو) د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د نږدې یو میلیون او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د شلو ورځو په موده کې. . .

BACK TO NEWS