د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي محصلانو پکتیکا، غزني او کابل ولایتونو ته علمي سفر وکړ.

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۲:۵۲
۲۳۸۲۹۳۸۵۷


د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي ۶۲ محصلانو د پنځو تنو استادانو په ملتيا د پکتيکا، غزني او مرکز کابل له ځينو زېربنایي پروژو څخه د لیدنې په موخه علمي سفر وکړ.
په دې سفر کې د استادانو او پروژو مسؤلینو لخوا محصلانو ته د انجنیري اړوند بېلا بېلې ودانۍ، لابراتوارونه، د لابراتوارونو ځينې آزموینې او همدا ډول د بندونو اړوند تشریحات ورکړل شول.
 همدارنګه په یاد علمي سفر کې د پکتيکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ کې جوړیدونکي يو پُل ساختمان څخه چې په کم مصرف سره د جوړېدو په حال کې دی، ليدنه وشوه. دغه راز د غزني ولایت سردې بند او مرکز کابل شکر درې ولسوالۍ د شاه او عروس بند څخه لیدنه وشوه، چې د يادو بندونو د ساختمان او ډيزاين په اړه محصلانو سره ګټور معلومات شريک شول، چې د محصلانو عملي زده کړو لپاره ضروري و.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د محرم الحرام ۲مه
۱۴۰۳م، د سرطان ۱۸مه
۲۰۲۴م، د جولای ۸مه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS