د شیخ زاید پوهنتون له کادري روغتون څخه د ای سي ار سي هیئت لیدنه وکړه

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۸:۴۶
د شیخ زاید پوهنتون له کادري روغتون څخه د ای سي ار سي هیئت لیدنه وکړه


په دې لیدنه کې چې د ا،ا،ا د دولتي او خصوصي پوهنتونونو فوق العاده استازي انجینر مولوي معاویه، د کادري روغتون سرطبیب تاج ملوک صمیمي او د کادري روغتون ډاکټرانو یې ملتیا کوله، د ای سي ار سي مؤسسي هیئت، بهرني استازي چارلیټ ، ډاکټر عبدالحلیم حکیمي او عبدلوالي ځاځي  د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون له کادري روغتون څخه لیدنه وکړه.
یاد هیئت د کادري روغتون د طبي سامان الاتو په لیدو خوښې څرګنده کړه او د هرډول مرستې ژمنه یې وکړه او د کادري روغتون سره د دامدارو مرستو کولو ژمنه یې وکړه.
د شیخ زاید  کادري روغتون د ناروغانو لپاره (۵۰) بسترونه لري ، چې د یادې مؤسسي لخوا د کارکوونکو معاش، د روغتون ۲۴ ساعته لګښت او د دوا په برخه کې مرسته کوي.
له یاد هیئت څخه انجینر مولوي معاویه د کادري روغتون لپاره اړینې غوښتنې وکړې، چې د راغلي هیئت لخوا یې د تر سره کولو ژمنه وشوه.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS