د علمي پروګرامونو روزنیز لارښود ورکشاپ پای ته ورسېد
د علمي پروګرامونو لارښود (کلنۍ څارنه او د علمي پروګرامونو د پړاوونو کتنه) ورکشاپ، د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونو علمي مرستیالانو او آمرینو لپاره په لوړو زده کړو وزارت کې پای ته ورسېد.
دغه څلور ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او باور ورکولو ریاست او برېټش کونسل تعلیمي او کلتوري مرکز له لوري جوړ شو او په دغه ورکشاپ کې د دولتي او خصوصي بنسټونو علمي مرستیالانو او آمرینو لپاره د برېټش کونسل ټرېنرانو له لوري د علمي پروګرامونو د پړاوونو د لارښود په اړه معلومات وړاندې شول.
د ورکشاپ په پای کې د برېټش کونسل استازي د ورکشاپ جوړېدو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او باور ورکولو مشر وویل؛ دغه کتاب د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې د اکاډمیکو پروګرامونو د مدیریت او تضمین کیفیت پړاوونو په اړه یوه ښه لاسته راوړنه ده چې په دې برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
هغه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د تضمین کیفیت او د کیفیت لوړولو کلتور عامولو اړتیا په اړه وینا وکړه او په تحصیلي بنسټونو کې د علمي پروګرامونو د لارښود پلي کولو لپاره یې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.