د فاریاب پوهنتون استادانو او کارکوونکو لپاره د ملکي لوړو زده کړو قانون او د لوړو زده کړو نورو تقنیني اسنادو د پوهاوي په...

۱۴۰۰ سلواغه ۲۵مه
د فاریاب پوهنتون استادانو او کارکوونکو لپاره د ملکي لوړو زده کړو قانون او د لوړو زده کړو نورو تقنیني اسنادو د پوهاوي په موخه، په دغه پوهنتون کې د مسلکي پراختی ( P D C ) مرکز له لوري دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د ورکشاپ په پیل کې د فاریاب پوهنتون رئیس پوهنمل فیروز اوزبېک کریمي د علمي کادر او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او تحصیلي خدمتونو د غوره والي په برخه کې د دا ډول ورکشاپونو پر ارزښت خبرې وکړې. دغه راز د یاد پوهنتون د کاري پروګرامونو په اړه یې معلومات وړواندې کړل.
د یادولو وړ ده چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې د نظم او ډسپلین لایحه، د اکاډمیکې ازادۍ پالیسي، د ملکي لوړو زده کړو قانون، د ملکي بورسونو د تنظیم مقرره، د درسي منابعو د لیکلو لارښوونه، د علمي کادر د غړو د علمي ـ څېړنیزو رسالو تحریر، د لیسانس روزنیزې دورې مقرره، د کرېډېټ سیسټم لایحه او د لیسانس روزنیزې دورې د ازموینو چلنلار په اړه د تکړه استادانو له لوري پرېزنټېشنونه وړاندې شول.