د فدارتیف روسیې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو په دویمه نړیواله ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه. 

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۵:۴۵
;lk;lk;lk;lkl;


د یادې ناستې موخه د غړو هېوادونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو ایجاد، په راتلونکي کې د ګډو اکاډمیکو پروګرامونو جوړول او د یوبل له تجربو څخه ګټه اخیستل او په علمي ډګر کې د شته ستونزو پر وړاندې مبارزه ده. 
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا هم حضور درلود، د ناستې ګډونوالو ته د افغانستان د تحصیلي نظام او نورو برخو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د ا.ا.ا د علم پرمختګ او په دې ډګر کې له سیمي او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه: «د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته زموږ هېواد د سیاسي، اقتصادي او نورو برخو تر څنګ په تحصیلي ډګر کې هم ډېر پرمختګونه کړي، چې د بېلګې په توګه د ۱۳۱ څانګو د نصاب بیا کتنه او ۱۴ سترو زېربنایي پروژو بشپړول یادولی شو. همدارنګه اوسمهال شاوخواه ۵ سوه زره محصلین د افغانستان په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.» 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې وویل: «افغانستان همېشه د نورو له یرغل سره مخ شوی او زیان یې لیدلی دی. د ا.ا.ا هېڅ وخت د چا په کورنیو مسایلو کې مداخله نه ده کړې او له نورو هم د ورته عمل توقع لري.» هغه زیاته کړه چې موږ د ټولو مخربو کړیو پر وړاندې مبارزه کړې او کوو یې.  
د لوړو زده  کړو سرپرست وزیر د فدارتیف روسیې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو دویمې نړیوالې ناستې له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې د ګډو همکاریو هوکړې او تړونونه لاسلیک او عملي کړي او زیاته یې کړه: «موږ به ستاسو له مهارتونو او تجربو او تاسو زموږ له مهارتونو څخه استفاده وکړئ.» 
د یادونې وړ ده چې په یاده ناسته کې ۴۲ هېوادونه غړیتوب لري او هر کال د فدارتیف روسیې په تاتارستان هېواد کې جوړیږي. 

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS