د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د دې وزارت د یوشمېر رييسانو کارونه وستايل

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۹:۰
g

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د معلوماتي تکنالوژۍ او بشري سرچينو د رييسانو د بريالي او ښه مديريت ستاينه وکړه.

د لوړو زده کړو مالي او اداري مرستیال نوراحمد درويش د يادو رييسانو د اختصاصي پروګرام له ارزونې وروسته چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د استازو په حضور کې ترسره شو وويل؛ چې د بشري سرچينو رييس مصطفی يونس زاد او د معلوماتي تکنالوژۍ رييسه شکريه جمال د دې وزارت فعال او د لاسته راوړنو درلودونکي رييسان دي چې د ارزونې پړاو يې بريالی و.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال له يادو او نورو رييسانو څخه چې د هېواد د لوړو زده کړو د نظام او اداري سېستم په ښه والي کې يې هڅه کړې؛ ستاینه وکړه او د دوی ارزښت لرونکي خدمتونه يې مهم وبلل.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون، طب پوهنځي او تدریسي روغتون له استادانو او ډاکټرانو سره د کتنې ترڅنګ د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه لیدنه وکړه.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه د لیدنې سربېره د کندهار پوهنتون، طب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۱۶
Background image

د هېواد د تحصیلي  بنسټونو د کرنې څانګې لېسانس برنامو د لومړي پړاو لومړي ګروپ کلسټر پای ته ورسېد.

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کرنې د لېسانس برنامو د ۱۲ څانګو لومړی پړاو لومړی ګروپ کلسټر  د کرنې پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او. . .

BACK TO NEWS