د لوړو زده‌کړو وزارت پر یاد پوهنتون د وروستي ترهګریز برید په اړه خبري ناسته ترسره کړه

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۸:۴۸
h

د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون یوشمېر مسوولینو نن پر یاد پوهنتون د وروستي ترهګریز برید په اړه خبري ناسته ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي نور احمد دروېش په دغه ناسته کې وویل چې ډېر ژر به د هیواد ټولو دولتي پوهنتونونو د امنیت لاخوندي توب په اړه روښانه برنامې جوړې شي. ښاغلي دروېش د خپلو خبرو په لړ کې له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت دټولو دولتي پوهنتونونو د امنیت لاښه خوندیتوب لپاره په یوه طرح کار کوي.

له دې سره د کابل پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین هم له خبریالانو سره د یادې ترهګریزې پېښې د شهیدانو او ټپیانو وروستی شمېر شریک کړ.

ښاغلي امین زیاته کړه چې زده کړیالان کولای شي بېرته په عادي ډول خپلو درسونو ته دوام ورکړي او داسې بریدونه د زده کړیالانواو علمي کهول مخه نشي نیولای.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر ترهګرو د لړم په ۱۲مه د کابل پر پوهنتون ترهګریز برید وکړ چې په پایله کې یې د یوه کارکوونکي په ګډون نولس تنه شهیدان او ۳۸ نور ټپیان شول.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۰:۵۷
Background image

په دایکندي لوړو زده کړو موسسه کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


د یاد تحصیلي نهاد مسوولینو په وینا؛ د دې پروژې په بشپړولو سره مو دوامداره ارزانه برېښنا تر لاسه کړه، چې مخکې تر دې مو په لوړ قیمت د جنراتور له برېښنا استفاده کوله.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۵:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د کابل پوهنتون ممتاز محصلین وستایل شول

په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم دا ډول غونډې د علمي سلسلې یوه برخه وګڼله او محصلینو ته یې وویل:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده ‌کړو له سرپرست وزیر سره وکتل 

 

د لیدنې په پیل کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان په تحصیلي نظام. . .

BACK TO NEWS