د لوړو زده وزارت د جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د کارکوونکو لپاره د بشري سرچینو ریاست له لوري د «اداري پروسیجرونو او اداري اسنادو او مدیریت پېژندنې» تر نامه لاندې دایر شوی روزنیز ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۲:۴۳
a

۱۴۴۳/۱۱/۱۲

۱۴۰۱/۳/۲۱

د لوړو زده وزارت د جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د کارکوونکو لپاره د بشري سرچینو ریاست له لوري د «اداري پروسیجرونو او اداري اسنادو او مدیریت پېژندنې» تر نامه لاندې دایر شوی روزنیز ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې د جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست ۵۴ تنو ګډون کړی و، چې د ۱۲ ورځو په موده کې یې د اداري پروسیجرونو او اسنادو طی مراحل کولو په اړه روزنه ولیده.

د ورکشاپ په پایناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري د یاد ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې په ورکشاپ کې له زده کړو معلوماتو څخه په عملي ډګر کې کار واخلي.

دغه راز د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د اسنادو د ارزونې رئیس مولوي داود حقا ني د بشري سرچینو له ریاست او د نوموړي ورکشاپ له استاد څخه ځانګړې مننه وکړه.

د یادولو وړ ده چې د یاد ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې او پروګرام د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS