د لوړو زده کړو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو تر منځ څلور بېلا بېل هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۹:۴۴
lkllklklklk


یاد هوکړه لیکونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب تر منځ لاسلیک شول، موخه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو، خصوصي محصلانو چارو، د استاداتو د تقرر او علمي ترفیعاتو او د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاستونو لپاره عصري سیسټمونه جوړول دي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د سیسټمونو جوړولو او د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له کړنو خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو او پلي کولو وروسته به د نوموړو برخو په کارونو کې لا نوره روڼتیا، اسانتیا او چټکتیا رامنځته شي .
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، لوړو زده کړو وزارت د هېواد یو له مهمو وزارتونو یاد کړ او زیاته یې کړه چې د اوسني عصر د اړتیا له مخې تحصیلي بنسټونه باید په نوې ټکنالوجۍ سمبال وي، تر څو هم وزارت کې اسانتیاوې رامنځته شي او هم د استادانو، محصلانو او نورو خلکو چارې له ځنډ پرته ترسره شي، چې له اقتصادي پلوه هم ډېرې ګټې لري. 
د یادونې وړ ده چې لوړ زده کړو وزارت د کارونو د روڼتیا، چټکتیا او د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د هېواد په لویو پروژو کې د استادانو له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، محصلانو ته د عملي کارونو د زمینې برابرولو او یو لړ نورو برخو کې دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد، اتو دیني جامعاتو د فاضلانو یو میاشتنۍ روزنیزې دورې فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د تفسیر شریف او تطویرالمستوي العلمي دورې، چې په عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې جوړه شوې وه او نن پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

BACK TO NEWS