د لوړو زده کړو د بنسټونو بیاکتنې ټیم، عملي کار پیل کړ

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۳ - ۳:۵۶
اھاھ

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۱۲مه
د لوړو زده کړو د بنسټونو بیاکتنې ټیم، عملي کار پیل کړ.
په هېواد کې له ورستیو تحولاتو وروسته د لومړي ځل لپاره د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست له لوري، د مرکزي پوهنتونونو د علمي کادرونو په غړیتوب سره د بیاکتنې یو مسلکي ټیم جوړ او د ننګرهار د پوهنتونونو د بیاکتنې لپاره، هغه ولایت ته ولېږل شو. 
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رییس شاکر وحیدي له یاد مسلکي ټیم سره د ناستې پر مهال، د لوړو زده کړو بنسټونو د کیفیت لوړولو، روڼتیا او څارنې په اړه خبرې وکړې او د دغه ریاست د اعتبار ورکونې د معیارونو پر پلي کولو یې ټینګار وکړ. 
د لوړو زده کړو وزارت یاد مسلکي پلاوي ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو بنسټونو د کیفیت لوړولو لپاره به پوره هڅه وکړي. 
په پام کې ده چې دغه مسلکي پلاوی به د ننګرهار دوه خصوصي تحصیلي بنسټونه، د بیاکتنې په پروسه کې د ګډون او د هغو د معیارونو د پلي کولو په موخه وګوري.

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۸:۴۷
Background image

د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

 

په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Background image

د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو. . .

BACK TO NEWS