د لوړو زده کړو د محصلينو چارو شورا غونډه وکړه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۹:۲۳
ل

د محصلانو چارو د معینیت شورا لومړۍ جلسه د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو د معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاد تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

د محصلانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاده د جلسې له غړو سره د محصلانو د خدماتو د څرنګوالي پر انسجام، د محصلانو پر تبدیلۍ، د لوایحو او مقرراتو په تنظیم او همداراز د بورسیو په چارو بحث او د نظر تبادله وکړه .

په دې غونډه کې د مراجعینو د خدماتو په چټکتیا ، کاري اسانتیاوو او د مقرراتو مطابق د کارونو پر اجرا خبرې وشوې ، تصمیم ونیول شو څو د خصوصي پوهنتونو د یوې کمیټې په زیاتولو سره، د خصوصي بنسټونو د محصلانو چارو اړوند موارد هم په راتلونکې ناسته کې په پام کې ونیول شي.

د محصلانو چارو دشورا غونډه د محصلانو چارو د معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاده، د لوړو زده کړو وزارت سلاکار دکتور بری صدیقي، د خصوصي او دولتي چارو د محصلانو ریاستونو رئیسان ، د خارج مرز اسنادو د ارزونې او بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم او د محصلانو د چارو د خدماتو امریت، د جلسې د سکرتریت مسئولیت پر غاړه لري چې له هرو ۱۵ ورځو وروسته پر یادو شوو موضوعاتو بحث کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS