د لوړو زده کړو زده کړو سرپرست وزیر غزني ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د «حضرت حکیم سنایي عامه کتابتون» پرانیست او د دغه ولایت له دولتي پوهنتونونو یې لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د غزني تخنیکي پوهنتون اداري او تدریسي خونې، د غونډو عمومي تالار او د دغه پوهنتون ریاست له نیږد ولید او د یاد پوهنتون د رئیس پوهنمل فدا محمد محمدي له لوري یې د دغه پوهنتون د ستونزو په اړه معلومات واورېدل.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني والي خلیفه محمد اسحاق اخندزاده په ملتیا د غزني پوهنتون ته ولاړ، په دغه پوهنتون کې یې د وروستیو سیلابونو له امله ویجاړې شوې برخې وکتلې او د یاد پوهنتون له مشرتابه، استادانو او کارکوونکو سره یې د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې د غزني پوهنتون ویجاړو شویو برخو بیارغونې ژمنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د لوړو زده کړو پر پرمختګ ټینګار وکړ.
همدارنګه د غزني والي خلیفه محمد اسحاق اخندزاده د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او رغنیزو چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.