د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د شیخ زاید پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو سره ناسته ترسره کړه.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۴:۱۴
cnvksjkv

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د شیخ زاید پوهنتون د ټولو پوهنځیو رئیسانو او د یاد پوهنتون تدریسي روغتون له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او په پوهنتون کې د تدریسي پرمختګ او پیاوړتیا په موخه یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
سرپرست وزیر په یاده ناسته کې وویل:« د هرې برخې کارکوونکي د اړوندو برخو په مشکلاتو او هغو ته د حل لارو پیدا کولو لپاره تر نورو ښه پوهېږي، د تحصیلي بنسټونو استادان باید علمي طرحې له وزارت سره شریکې کړي، داسې طرحې چې له مخې یې کار ته خلک پیدا کړو، نه خلکو ته کار.»

ښاغلي حقاني همدا راز یادونه وکړه: « چې د افغانستان په تحصیلي برخو کې ستونزې او نېمګړتیاوې مو درک کړي دي او په تېر یو کال کې مو د دغو ستونزو د حل او نېمګړتیاوو پوره کېدو په موخه بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل او ترڅنګ مو په داخل کې د نړیوالو مؤسسو او نهادونو له استازو سره ناستې کړي، چې زیاترو یې مثبت ځواب ویلی او په دې برخو کې پرمختګونه شوي دي.»

په یاده ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د دغه پوهنتون لاسته راوړنې واورولې او ترڅنګ یې په پوهنتون کې د (څېړنو زیاتوالي لپاره د تشکیل، په دې پوهنتون کې د ماسټرۍ برنامې د ایجاد، د دوکتورا او ماسټرۍ بورسونو زیاتوالي او ورته نورې بېلابېلې غوښتنې وکړې.)
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د شیخ زاید پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنې به د وزارت امکاناتو ته په کتو پوره او د لا غوره خدماتو برابرولو لپاره به هڅې وکړي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS