د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سفیر سره ولیدل

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۹ - ۱۰:۴۳
ل

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سفیر سره پر دوه اړخیزو علمي او تحصیلي همکاریو خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره په داسې حال کې ولیدل، چې د دغه وزارت معینانو هم حضور درلود.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په تحصلي برخو کې د پاکستان له همکاریو مننه وکړه او په پاکستان کې یې د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل او همدارنګه په هغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو  غوښتنه وکړه او همدارنګه ښاغلي وزیر د پاکستان له سفیر څخه د هغو سکالرشیپونو په اړه جزئیات وغوښتل، چې افغان زده کړیالانو ته یې ورکوي.

همدرانګه په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په تحصیلي برخو کې له افغانستان سره د مرستو او افغان زده کړیالانو ته د سکالرشیپونو د ورکولو ژمنه وکړه. هغه وویل چې افغانستان او پاکستان ګډې مذهبي او کلتوري اړیکې لري.

د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې د پاکستان سفیر، د لوړو زده کړو وزیر  په مشرۍ یوه تخنیکي ټیم ته په هغه هېواد کې د تحصیلي چارو په باب له اړوندو اړخونو سره د لیدنې او ستونزو شریکولو په موخه، پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS