د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سفیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۵:۱۰
دیدار

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبد التواب بالا کرزي د پاکستان له سفیر سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په علمي او فرهنګي مرستو، د لوړو زده کړو وزارت له لارې د پاکستان د بورسونو مدیریت او تنظیم او د دواړو هيوادونو د لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو مرستو د پراخوالي په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر څخه وغوښتل شول چې د همکاریو د لا پراخوالي په موخه پاکستان ته سفر وکړي او له خپل سیال وزیر سره وګوري.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د پاکستان دولت له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان خلک د پاکستان مرستو ته په ځانګړې توګه د هجرت په دیار کې په درنه سترګه ګوري.
د لوړو زده کړو سرپرست او علمي مرستیال زیاته کړه چې هغه علمي او فرهنګي تفاهمنامې چې په تیر وخت کې د دواړو هيوادونو ترمنځ امضاء شوې دي، د هغوی د علمي پلانونو او فعاليتونو په اړه باید زیاته توجه وشي.
نوموړي په دې لیدنه کې د پاکستان دولت د کلنيو بورسونو مدیریت او تنظیم ته په اشارې سره وویل، چې د یاد هیواد بورسونه باید د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له لوري، مدیریت او د دې هېواد خلکو ته وویشل شي.
کابل میشت د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان له افغانستان سره د بیلا بیلو برخو په ځانګړي ډول لوړو زده کړو په اړه د خپل هیواد د مرستو په باره کې خبرې وکړي او ويې ویل چې پاکستان له لوړو زده کړو وزارت سره د زیاتو مرستو کولو غوښتونکی دی.

نوموړي د دواړو هیوادونو د علمي او فرهنګي مرستو پراخوالي ته اشاره وکړه او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست یې دعوت کړ چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په خاطر پاکستان ته سفر وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS