د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د هېواد شمالي ولایتونو د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د غوره درسي اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۰:۱۶
czxvbdbrbcx

په دې ناسته کې، په داسې حال کې چې د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل، علمي معين دوکتور لطف الله خیرخواه او د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر مسؤلېنو هم شتون درلود، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د هېواد د تحصيلي بنسټونو استادانو د قدرداني ترڅنګ، د هېواده بهر له ټولو هغه افغان استادانو چې بهر کې مېشت دي، وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد د ځوان نسل د روزنې او زده کړه کې هڅې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست زیاته کړه، چې اتحاد او اتفاق د هېواد د پرمختګ د بنسټېزو فکټورونو څخه دي او د پوهنتونونو استادان بايد د محصلينو ذهنونه د يووالي او اتحاد په ارزښتونو روښانه کړي.
شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم وويل، چې متأسفانه په تېر کې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن رامنځ ته شوی وو او اوس هڅه کېږي، ترڅو رمنځته شوی واټن لمنځه او د دواړو تحصيلي بنسټونو د درسي بهير ترمنځ توپیر لمنځه يوړل شي.
شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب ډاډ ورکړ، چې پخپل ټول توان به د هېواد پوهنتونونو استادانو او محصلانو ستونزو ته به رسېدګي کوي، ده هغوی ته په خطاب کې وویل، چې د استادانو او محصلانو پر وړاندې د وزارت د مقام دروازې خلاصې دي او هغوی بې له قوم او ژبې په نظر کې نېولو سره کوالی شي هر وخت خپلې ستونزې وړاندې کړي، څو د حل په اړه يې اقدامات ترسره شي.
په دغه ناسته کې د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې الحمدالله په ټول هېواد کې خلک له امنيتي اندېښنو پرته په سوله يزه فضا کې ژوند کوي او موږ ټول ایماني مسؤلیت لرو، چې د هغه نظام د ټینګښت لپاره کار وکړو، چې موږ ته یې د هوسا ژوند زمینه برابره کړې ده.
د بلخ د والي په خبره، د هېواد د پوهنتونونو استادان، چې د هېواد د راتلونکو نسلونو روزونکي دي، د اسلامي نظام د پياوړتيا لپاره د هېواد د ځوانانو د روزنې او د علم او پوهې د زده کړې په لاره کې کار کول د دوی مسؤلیت دی.
دغه راز د بلخ پوهنتون د ماسټرۍ پروګرامونو رئيس ډاکټر فدا محمد راسخ د نورو ګډونوالو په استازيتوب خبرې وکړې، د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت له هر اړخیز ملاتړ څخه یې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د پوهنتون استادان به ځوانانو ته په نړیوالو معیارونو برابر تدریس کوي، تر څو هېواد له علمي اړخه په ځان بسیا ینې ته ورسېږي او د تېر په څېر وړ او پوه خلک ټولنې ته وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محصلینو د یوې مجهزې ليليې پرانسته وکړه او د دغه ولایت د بېلابېلو پوهنتونونو له محصلینو سره یې وکتل.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۵هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۹هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۰
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS