د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپل کاري دفتر کې د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره وکتل.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۷:۴
dsfdsfdsfdsfdsf


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عامې روغتیا سرپرست وزیر او ورسره تخنیکي ټیم ته د ښه راغلاست تر څنګ، د دواړو وزارتونو تر منځ پر ګډ کار او همکاریو ټینګار وکړ او د عامې روغتیا له سرپرست وزیر څخه یې وغوښتل چې د دغه وزارت د تدریسي روغتونونو د ځینو خرابو وسایلو د ترمیم، په ځينو ولایتونو کې د تدریسي روغتونو لپاره د زېربنا، اکمال تخصص پروګرام او د ډونرانو د پیداکولو په برخه کې مرسته وکړي. 

همدارنګه د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل چې د دواړو وزارتونو کارونه له یوبل سره تړلي او زیاته یې کړه چې لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا لپاره بشري ځواک روزي. نوموړي د تدریسي روغتونونو د پرمختګ او ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او پر ګډ کار یې ټینګار وکړ. 

د یادونې وړ ده چې د دواړو اړخونو له لوري یوه ګډه تخنیکي کمېټه وټاکله شوه، تر څو د ستونزو پر حل او ګډو همکاريو کار وکړي. 
نېټه: پنجشنبه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS