د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د عالي کمیسیون نوبتي غونډه وشوه.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۰:۲۸
sdfdfdsfdsfsdffds

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي، مالي او اداري او د محصلانو چارو معین صاحبانو، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د مرکزي دولتي پوهنتونونو رئیسانو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې اجرایوي مشر ګډون درلود. 
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ستونزو د حل لپاره د دې کمیسیون ناستې اړینې وبللې او زیاته یې کړه چې خصوصي تحصیلي بنسټونه نور هم د معیاري کولو خواته لاړ شي ترڅو په راتلونکي کې مسلکي کارونه فارغ کړي.
وروسته له اجنډا سره سم د کمیسیون د غړو له لوري ځینو پوهنځیو ته د جوازونو ورکولو او د ځینو پوهنځیو ایجادولو، د حقوقو پوهنځی او څانګو د نومونو پر مشخص کولو، د یو شمېر تحصیلي بنسټونو د امناء پلاوي تایئد او له یوه ځای څخه بل ځای ته د خصوصي تحصیلي بنسټونو د نقل مکان او د نقل مکان د شرائطو پوره کولو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. 
د یادولو وړ ده چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو عالي کمیسیون، د یادو بنسټونو د پرمختګ، معیاري کولو، د ستونزو د حل او د کارونو د چټکتیا په موخه ایجاد شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS