د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته، نن د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۶ - ۱۰:۴۳
جلسه شورای عالی تحصیلات عالی امروز تحت ریاست سرپرست وزارت تحصیلات عالی دایر شد

۱۴۰۰کال، د لړم ۶مه، لوړو زده کړو وزارت
د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته، نن د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه. 
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست، د لوړو زده کړو تحصیلي بنسټونو د ستونزو په برخه کې د دغه وزارت پر پروګرامونه رڼا واچوه او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت په دې هڅه کې دی، چې د هېواد د پوهنتونونو اړتیاوې پوره او ستونزې یې، شته امکاناتو ته په کتو ژر تر ژره حل کړي.   
هغه وویل: «زموږ موخه د هېواد د تحصیلي بنسټونو پراختیا، ځواکمنتیا او د دغه هېواد د ځوان نسل لپاره د مناسبو تحصیلي زمینو برابرول دي. ځکه یوازینۍ برخه چې هېواد د پراختیا، پرمختګ او ځان بساینې پر لور بېولی شي، هغه باکیفیته لوړې زده کړې او د ځوانو او لایقو کادرونو روزنه ده.» 
وروسته له اجنډا سره سم د نویو څانګو د ایجاد په اړه، چې د تحصیلي بنسټونو له لوري یې وړاندیز شوی و، بحث وشو، چې په پایله کې:
ـ ۱۸ د ماسټري پروګرامونه (۱۵ په دولتي بنسټونو او ۳ په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې) 
ـ ۵ نوې پوهنځي (۴ په دولتي بنسټونو او ۱ په خصوصي کې)
همدارنګه په دولتي پوهنتونونو کې د ۱۵ ډېپارټمنټونه ایجاد او فوق لېسانس پروګرامونو د عوایدو او لګښتونو واحد طرزالعمل په اکثریت رایو تایید شو.  
د یادولو ده، چې د وزارت د مقام په سپارښتنه به د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته، د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ستونزو د ژر تر ژره حل په موخه له دې وروسته په منظم ډول تر سره کېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS