د لوړو زده کړو وزارت اداري او ېربناوو نوی رییس معرفي شو

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۱:۰
g

د لوړو زده کړو وزارت اداري او زېربناوو ریاست نوی رییس معرفي شو او د دغه ریاست د سرپرست کړنې وستایل شوې.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د اداري او زېربناوو ریاست د سرپرست، سید نسیم سادات کړنې وستایلې او ویې ویل چې د سادات د خدمت په موده کې د اداري او زېربناوو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې شوي دي.

نور احمد دروېش په اداري او زېربناوو ریاست کې د سید نسیم سادات د سرپرستۍ پر مهال د سختو هڅو له امله مننه وکړه او د دغه ریاست نوي رییس ته یې د بریا هیله وکړه

همدارنګه د اداري او زېربناوو ریاست مخکیني سرپرست سید نسیم سادات د خپل خدمت په موده کې د لاسته راوړنو په اړه وینا وکړه او په بریالۍ توګه د پروګرامونو په پلي کولو کې یې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه پلاوي او د دغه ریاست همکارانو ته کور ودانی ووایه.

وروسته اداري او زېربنا ریاست ته د نوي رییس په توګه د عبدالقادر دانشیار د ټاکلو کېدو له امله د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رییس محمد مصطفی یونس زاد د جمهوري ریاست د مقام حکم ولوست

د اداري او زېربناوو رییس انجنیر عبدالقادر دانشیار د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه پلاوي مننه وکړه او د یاد ریاست د کاري پرمختګ په پار یې خپلو پروګرامونو ته اشاره وکړه. دغه راز ژمنه یې وکړه، چې د وزارت د مقام له سپارښتنو سره سم او د دغه ریاست له کاري ټیم سره په همکارۍ او همغږۍ به د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په پلي کولو کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي

د محفل په پای کې د لوړو زده کړو وزارت مقام او د دغه وزارت مالي او اداري معینیت له خوا د اداري او زېربناوو مخکني رییس سید نسیم سادات ته ستاینلیک ورکړل شو.

دغه راز د اداري او زېربناوو نوي رییس عبدالقادر دانشیار تر خپل کاري دفتر پورې بدرګه شو او په رسمي توګه یې په کار پیل وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS