د لوړو زده کړو وزارت داخلي تفتیش رییس، د لوړو زده کړو وزیر له لوري وستایل شو

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۲۱
g

د لوړو زده کړو وزارت د کورني پلټنې ریاست رئیس او یو شمېر کارکوونکي یې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر لخوا وستایل شول.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د دغه وزارت د کورني پلټنې ریاست د کلني فعالیتونو د پایلو پر بڼست په اداري او اکاډمیکو چارو کې د روڼتیا رامنځته کولو، په اجرااتو کې د اغېزناکتیا زیاتولو، د اداري فساد په وړاندې مبارزه، د معیارونه مراعاتول، د ننګونو د دوام مخنیوي او د عامه شتمنیو ساتنې لپاره د یاد ریاست څارونکي او پلټونکي وستایل.

همدارنګه هغه د لوړو زده کړو وزارت د کورني پلټنې له رئیس څخه مننه وکړه او له هغو یې وغوښتل چې د فساد پر وړاندې مبارزې، روڼتیا زیاتولو لپاره د احکامو او لارښوونو پلي کېدلو تعقیبولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

ورپسې د دغه وزارت د کورني پلټنې رئیس غلام داوود شایق د لوړو زده کړو له وزیر څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې په روڼتیا سره د کاري مسولیت د ترسره کولو لپاره او د دغه ریاست د موخو د پلي کولو لپاره به د پخوا په پرتله لا ډېر کار وکړي.

په پای کې د لوړو زده کړو وزیر لخوا د کورني پلټنې ریاست رئیس او کارکوونکو ته ستاینلیکونه وویشل شول.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS