د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي ادارو ۷۰ تنو نویو شاملو شوو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ورکړل شو.

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د رزونې او ظرفیت لوړونې امر عبیدالله مولایي په وینا په یاد ورکشاپ کې د وزارت له تشکیلاتو، اداري پروسیجرونو او اداري مراسلاتو سره د اشنایۍ او د مرکزي ادارو تر منځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو موضوعات شامل وو، چې د دوو کاري ورځو په جریان کې یادو کسانو ته روزنه ورکړل شوه.