د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفېعاتو ریاست پلاوي د هېواد په لویدیځ زون کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسوولینو سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفېعاتو ریاست پلاوی د علمي ترفېعاتو امر حمیدالله عابد په مشرۍ د هېواد په لویدیځ زون کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسوولینو د علمي کادرونو د ګمارنې پروسې په اړه چې کاري تجربه یې ٣-٥ کلونو پورې وي معلومات ورکړل.
د يادونې وړ ده، چې دغه کمېټه به د لوېديځ زون د خصوصي تحصيلي بنسټونو د ټولو هغو استادانو د تقرر اسناد څېړي، چې د رسمي ګومارنې وړ دي.