د لوړو زده کړو وزارت د درېیم ستراتېژيک پلان مسودې د څېړنې ناسته جوړه شوه

baqir_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۷:۵۱
g

د لوړو زده کړو وزارت د درېیم ستراتېژيک پلان مسودې د څېړنې ناسته نن د یاد وزارت د مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ جوړه شوه.

دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژيک پلان په منځ‌پانګه او شاخصونو، کارشناسۍ او اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د لوړو زده کړو وزارت درېیم ستراتېژيک پلان مهم وباله او زیاته یې کړه؛ چې ددغه پلان مهم شاخصونه د کیفیت لوړاوی، اقتصادي پرمختګ، ښه حکومتولۍ، نوښت او په تحصیلي او اداري نظام کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د کار بازار اړتیاوو پر بنسټ په ښوونیز، اقتصادي پرمختګ او پراختیا برخو کې د کیفیت لوړاوی، د لوړو زده کړو وزارت درېیم ستراتېژيک پلان له لومړیتوبونو څخه دي.

دغه پلان به تر څېړنې او کتنې وروسته د سمون له‌پاره د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ته وړاندې شي. د لوړو زده کړو وزارت درېیم ستراتېژيک پلان د نورو پلانونو سره سره د لس کلونو له‌پاره دی.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS