د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۰:۱۵
رهبری شورا

د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ ترسره شوه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د غونډې په پیل کې د وزارت د ټولو مرکزي ادارو د کاري کړنو او فعالیتونو د څرنګوالي راپورونه واوریدل او بیا یې د نننۍ ناستې پر اجنډا بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د استادانو په تقرر، علمي ترفیعاتو، د علمي کادر غړو د بورسونو د ستونزو پر حل کولو، تقنیني اسنادو او د مراجعینو لپاره د لازمو آسانتياوو او د اداري چارو د روڼتیا په هکله پریکړې او بحث وشو .

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دې ناسته کې، د یاد وزارت لپاره د تهیې او تدارکاتو نوی رئیس معرفي کړ او ویې ویل: ښاغلی عبد الله صوفي زاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون په رقابتي پروسه کې تر ټولو لوړو نمرو اخیستلو سره، د تهیې او تدارکاتو ریاست ته بریالی اعلان شو او د کمیسیون له لوري د لوړو زده کړو وزارت ته ور وپیژندل شو.

نوموړی د لوړو زده کړو وزارت له ټولو مرکزي رئیسانو او د تدارکاتو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په اداري او تدارکاتي چارو کې د نوي رئیس سره بشپړه مرسته وکړي.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د یاد ریاست پخواني سرپرست رېیس محترم الله محمد سلیم د فعالیتونو یادونه وکړه او د ستاینلیک په ورکولو سره یې هغه ته په خپلو چارو کې د لا زیاتو بریاوو غوښتونکی شو.

د تهیې او تدارکاتو نوي رئیس، عبدالله صوفي زاده د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ پلاوي د توجه، او د نوموړي د ټاکلو په بهیر کې د رو ڼتیا د تأمین له امله مننه وکړه. او ژمنه یې وکړه چې د وزارت د چارو پرمخ وړلو کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ ونکړي.

رهبری شورا

وروسته ښاغلی عبدالله صوفي زاده د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري تر خپل کاري دفتره پوري بوتلل شو او د یاد ریاست کارکوونکو ته ور ورپیژندل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS