د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته تر سره شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۵:۲۷
رهبری  شورا

د علمي برنامو د اعتبار ورکونې چوکاټ، د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا په ناسته کې تر بحث وروسته د تائید وړ وګرځید.

د رهبري شورا یاده ناسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ د محصلانو چارو مرستیال، مرکزي ادارې رئيسانو، د مرکزي پوهنتونو د رئیسانو او د لوړو زده کړو وزارت د سلاکارانو په ګډون تر سره شوه.

په پیل کې د پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسساتو د اعتبار ورکونې او د کیفیت د لوړولو په منظور د علمي برنامو د اعتبار ورکونې چوکاټ، په هیواد کې د علمي برنامو په کچه د کیفیت د لوړولو او اعتبار ورکونې ریاست له لوري د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا ناستې ته د نظر غوښتنې په موخه وړاندې او د تائید وړ وګرځيد.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د علمي برنامې چوکاټ د لوړو زده کړو وزارت لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه او په تحصیلي بنسټونو کې یې د علمي زرغونتیا او ښکلا زمینه وبلله او د کیفیت د لوړولو او اعتبار ورکونې ریاست له هڅو څخه یې په مننې سره وویل چې دغه چوکاټ، په علمي بنسټونو کې د کیفیت د لوړوالي او اعتبار ورکونې د برنامو نا تمام فصل بشپړوي.

د لوړو زده کړو وزیر د علمي برنامو د اعتبار ورکونې نوی چوکاټ معیاري او د سیمې او نړۍ له معیارونو سره برابر وباله او ویې ویل چې د هغه د مندرجو موادو مطابق اجراآت به د هیواد علمي بنسټونو د کیفیت ښه والي او د اکاډمیک اعتبار د لوړوالي سبب شي. نوموړي زیاته کړه: «د علمي برنامې د اعتبار ورکونې چوکاټ تدوین او تجدید د لوړو زده کړو بنسټونو فارغ ورکونکو ډیپارټمنټونو او پوهنځیو تر مینځ د کیفیت د تأمینولو او مثبت رقابت جوګه کیږي چې دا پخپله د هیواد پوهنتونو ته د اعتبار وربښولو او د مقام د ټینګښت په لارو کې اساسي ګام دی

په دغه ناسته کې د یو شمیر خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د څار او نوې ارزيابۍ په اړه؛ د دولتي پوهنتونو د محصلینو د ازموینو د اخیستلو لپاره د نویو لارو په عملي کولو او په دې بهیر کې د ستونزو د راکمولو په موخه او یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو باندې بحث او د هغوی لپاره حل لارې وڅیړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS