د لوړو زده کړو وزارت د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او ابراهیم النخعي رحمة الله جامعو ۱۵۰ تنه فاضلان د عربي ژبې له کورس څخه فارغ او تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې مشرتابه او استادانو او همدارنګه د عربي ژبې مخکښو علماء کرامو ګډون کړی و.
د فراغتغونډې په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې سرپرست رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د یاد کورس د موخې، ګټو او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې کورس کې مو فاضلانو ته د عربي ژبې کره دستورالعمل ورزده کړ.
همدارنګه د عربي ژبې مخکښ عالم شیخ عبدالهادي مجاهد هم د عربي ژبې پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې عربي زموږ د دین او ثقافت ژبه ده، چې زده کړې ته یې ډېره اړتیا لیدل کېږي.
وروسته فارغو شویو فاضلانو په عربي ژبه خپل ترتیب شوي سمینارونه وړاندې کړل. دغه راز د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې او لوړو زده کړو وزارت څخه یې مننه وکړه.
د محفل په پای کې فارغو شویو فاضلانو ته تصدیقپاڼې او ممتازو فاضلانو ته جایزې ورکړل شوې.
د یادولو وړ ده چې په دې کورس کې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او ابراهیم النخعي رحمة الله جامعو ۱۵۰ تنو فاضلانو ګډون کړی و، چې څلوېښت ورځې یې دوام وکړ.