د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ وشوه.
د ناستې په پیل کې د تېرو غونډو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او ورپسې د غونډې غړو له اجنډا سره سم د تحصیلي بنسټونو د استادانو او د امارتي ادارو د کارمندانو د معاشونو ورکولو په اړه چې د اړوندې ادارې په موافقه بهر ته د زده کړو لپاره استول کیږي، د یومف سویس تحصیلي بنسټ د بیا فعالیت وړاندیز او د وزارت رهبري شورا ته یې راجع کولو، په بهر په تحصیل بوختو استادانو راپورونه، د بېلابېلو تحصیلي بنسټونو استادانو د ترفیع، تقرر او انفکاک او د لوړو زده کړو وزارت د یو شمېر نورو علمي – اکاډمیکو مسایلو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل او لازمې پرېکړې یې وکړې.