د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین نور احمد دروېش ژوند لیک

g

نوراحمد دروېش د محمد سلیمان زوی چې په 1986 لمريز کال په کابل کې په یوه متدینه، روڼ اندې او علمپاله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په پېښور کې وکړې او لوړې زده کړې يې د عامه محاسبې او ستراتیژیک مدیریت په برخه کې پای ته رسولې دي.

ښاغلي دروېش د کابل پوهنتون له پالیسۍ او عامه ادارې او همداراز د ښوونې او روزنې د نړیوال مدیریت په برخه کې له المان هېواد څخه ماسټري لري.

نور احمد دروېش په بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو کې، په عملیاتي، مدیریتي او رهبري برخو کې څوارلس کلنه تجربه لري او همدا راز يې د لوړو زده کړو وزارت د پرمختیايي پروګرامونو د ريیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

 د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د مدیریت، زده کړو، په پرمختیايي پروګرامونو کې څارنه او ارزونه، د لوړو زده کړو وزارت د نظام په پرمختګ کې د کیفیت تضمین، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په وده کې د لوړو زده کړو وزارت رول او د  کابل په دولتي پوهنتونون کې د زده کړې لارې، تر سرلیک لاندې بېلابېل علمي او څېړنيز اثار لري.

درویش د اړیکو، نوښت او د شخړو حل مدیریتي برخو کې ځانګړی مهارت لري او په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو بشپړ تسلط لري.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements