د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم او ورسره مل پلاوي د کابل پوهنتون د ازموینو بهیر له نېږدې وڅاره.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۰:۱۰
ertwerfte

د دې لېدنې پرمهال د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین د یادو زده کړیالانو لپاره د ټاکل شوي نصاب تکمېلیدو او د محصلینوغیر حاضرۍ اړوند معلومات ترلاسه کړل او د محصلینو د ازموینو بهیر یې له نږدې وڅاره. همداراز یې محصلینو ته د ازموینې د شفافیت ډاډ ورکړ.

بل لور ته د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهځیو زده کړیالانو د تېر تدرسي نصاب، د نصاب بشپړ لوستلو، له دوی سره د استادانو ښې رویې، لارښوونو، د ازموینې پروسې شفافیت څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې تر ازموینو وروسته داسې اسناد ورکړل شي، چې دوی پرې د ماسترۍ زده کړې وکړي، چې د لوړو زده کړو وزارت ورغلي پلاوي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۴/۲۷هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱ هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۲م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS