د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا ناسته ترسره شوه.
چهار شنبه، ۱۸ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا ناسته ترسره شوه.
په دغې ناسته کې چې رهبري یې د محصلانو چارو سرپرست معین او د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني کوله، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او بورسونو تنظیم رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان ، د محصلانو چارو د مقام مشاور پوهنوال احمد ضیاء یوسفزي، د نظارت او ارزیابۍ رئیس دوکتور محمد ولي حنیف او د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې له اجنډا سره سم تېرو پرېکړو ته کتنه وشوه، همدا راز د خارج مرز محصلینو پر شریکو شویو ستونزو، د خصوصي محصلینو د اسنادو طی مراحل او د محصلینو پر تبدیلیو بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه د یو شمیر محصلینو له لوري د ستاژ دورې بشپړولو، د خصوصي پوهنتونونو اسنادو کې د ستونزو لرلو او ورته نورې ستونزې شریکې شوې وې، چې د یادې شورا له لوري ورته لازم تصمیمونه ونیول شول.