د لوړو زده کړو وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.

دغه ښوونیز ورکشاپ چې د بشري سرچینو ریاست له خوا جوړ شوی و، د اداري جوړښت، د لوړو زده کړو وزارت د اهدافو، د اداري طرزالعملونو د پلي کولو څرنګوالی، اداري مکتوب، د اسنادو مدیریت، د کارکوونکو د مسوولیتونو او د ادارې د اصولو او مقرراتو په اړه يې د لوړو زده کړو وزارت ۵۳ نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته معلومات ورکړل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي سلطان محمد محسن د نويو ګمارل شویو کارکوونکو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ د ورکشاپ د پریزنټیشن او منځپانګې په اړه د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل او له هغوی یې وغوښتل چې خپل ظرفیت او کاري مهارتونو لوړولو هڅه وکړي.