د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي په همکارۍ افغانستان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې خپلې تدریسي چارې بېرته پیل کړې.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۰:۱۱
dfdfsddsdsf

د افغانستان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څه موده وړاندې په خپل سر او غیر اصولي ډول فعالیت درولی و او خپل محصلین یې بې سرنویشته پرېښي وو، چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د حکم پر اساس د دغه وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس په مشرۍ یوه با صلاحیته پلاوي د افغانستان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې له حالت څخه له نېږدې لیدنه وکړه او د یادې مؤسسې له مسؤلینو سره یې خبرې وکړې. 

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د یادې مؤسسې د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، د ستونزو په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ او سپارښتنه یې ورته وکړه چې بېرته خپلې تدریسي چارې پیل او د محصلینو ستونزو ته رسېده ګي وکړي. 

د یادولو وړ ده چې د افغانستان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ او ملاتړ سره خپلې تدریسي چارې بېرته پیل او محصلینو ته یې اعلان وکړ چې سر له سبا څخه، چې له (۲۷ / حمل / ۱۴۰۲ هـ ش) نېټې سره سمون خوري، بېرته خپلو درسونو ته حاضر شي. 

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS