د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د هرات له امارتي او ځینو خصوصي تحصيلي بنسټونو څخه څارنه او لیدنه وکړه:

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۶:۱۶
fddfdsfsdfsdf

د څارنې او ارزونې رئیس انجینر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د علمي برنامو د پراختیا ریاست، د تضمین کیفیت  او اعتبار ورکونې ریاست، د داخلي پلټنې ریاست، د فوق لېسانس کمېسیون او علمي بورډ د غړو ګډ پلاوي  د یادو تحصیلي بنسټونو  علمي، تدریسي، اداري او فوق لېسانس برنامو اړوندې چارې وارزولې.   

نوموړي پلاوي د یوې اونۍ په جریان کې د هرات ولایت د امارتي پوهنتون سربېره د جامي خصوصي پوهنتون، د خواجه عبدالله انصاري، کهکشان شرق او عاطفي لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو له بېلا بېلو تدریسي او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه او په اړوندو برخو کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

 همدارنګه یاد پلاوي د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د استاذانو لپاره په درې ورځني دیني ـ علمي سمینار کې د ګډون سربېره استاذانو او د سمینار ګډونوالو ته د لوړو زده کړو وزارت په لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې وکړې او د علمي پرمختګ په برخه کې د وزارت لخوا د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
 

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS