د لوړو زده کړو وزارت د کاري چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه د یاد وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت کارکوونکو ته لارښوونې او اصلاحي وينا وکړه.

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۳۵
gdrfre

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب په داسې حال کې چې د دغه وزارت د مرکزي ادارو رئيسانو هم شتون درلود، د خلکو په خدمت کې د دنيا او آخرت پر ګټو خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې تېر کال د ا.ا.ا په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت د خپلو کاري صلاحيتونو او مسؤوليتونو سره سم د پام وړ فعالیتونه او لاسته راوړنې لرلې، چې په روان کال کې به نور هم د لا زیاتو هڅو سره ادامه ورکوي.
نوموړي د دغه وزارت مسؤولینو او کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، افغانستان په څلورو لسیزو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ و، چې له نېکه مرغه نن ورځ د خدمت لپاره ډېره ښه زمينه برابره شوې ده. نو پکار ده چې له دې فرصت څخه په استفادې خپلې کاري چارې د الله تعالی د رضا او د ولس خوشحالۍ لپاره د مشرانو د لارښوونو او اصولو سره سم په منظم ډول تنظيم کړو.
غونډه د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئيس مولوي شاکرالله وحدت له لوري د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

BACK TO NEWS