د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۴:۱۹
jdbfsjkdfjkds


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هېواد جنوب لوېديځ زون تحصیلي بنسټونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «په یاد سفر کې مو د تحصیلي بنسټونو ستونزې، اړتیاوې او نیمګړتیاوې په نښه او د حل په موخه مو یې اړوندو مسؤلینو او ادارو ته لارښوونې وکړې.» 
ښاغلي یاد کاري سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل چې د استادانو، محصلینو او مسؤلینو وړاندیزونه مو واورېدل، چې د تحصیلي ډګر په پیاوړتیا کې به کار ترې واخیستل شي. 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په امارتي پوهنتونونو کې پر تدریس د بوختو استادانو د فوق لېسانس برنامو د فیسونو معاف کېدو ته په اشارې سره، د هېواد له تحصیلي نظام څخه د اسلامي امارت د مشرانو ملاتړ وستایه او ویې ویل چې له دې وروسته به یادو استادانو ته په لیلیو کې د ژوند اسانتیا رامنځ ته کړي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت په رهبري شورا کې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت اصلاحي بیان وکړ او د حق الله او حق العباد اړوند موضوع یې خبرې وکړې. 
دغه راز د تېرې شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د شویو کارونو راپور واورېدل شو. 
وروسته له اجنډا سره سم پر ټاکل شویو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. 
د یادونې وړ ده چې رهبري شورا ته د هېواد خصوصي پوهنتونونو مسؤلین راوغوښتل شول، د هغوی د کانکور ازموینې، اقتصادي ستونزو پر حل او کیفیت لوړونې بحث ورسره وشو. 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي نیمروز ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې څخه څارنه او ارزونه وکړه.


په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس حافظ مولوي احمدالله حماد د یادې مؤسسې له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال نیمروز ته د خپل سفر موخه بیان کړه او په دې برخه کې يې له ياد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۷:۱۴
Background image

لوړو زده‌کړو وزارت د بغلان ولایت سیلاب ځپلو سیمو ته د بېړنيو روغتايي مرستو لپاره مجهز صحي ټيم ولېږه.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په لارښوونه د دغه وزارت تر چتر لاندې د مرکزي تدریسي روغتونونو یو مجهز پلاوی، د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره د مرستې په موخه بغلان ولایت ته ولېږل شو. 
د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۴:۳۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزير کندهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د کندهار او اناسټو پوهنتونونو له مسؤلینو سره وکتل.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یادو پوهنتونونو له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته د ژمنتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل: «د ا.ا.ا علم ته ژمن دی او یاده ژمنتیا یې. . .

BACK TO NEWS