د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد د پرمختک په موخه له استادانو څخه هر ارخیزې طرحې وغوښتې

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۱ - ۵:۸
ل

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل پوهنتون مشرتابه شورا له غړو سره په ناسته کې د دغه پوهنتون له استادانو وغوښتل، څو د هېواد علمي، تحصیلي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د له منځه وړلو لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي.

په همدې موخه نن د کابل پوهنتون له مشرتابه شورا پلاوي او استادانو سره په لوړو زده کړو وزارت کې مشورتي ناسته وشوه. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني غوره ښوونې او روزنې ته په لار هوارولو ټینګار وکړ او د پوهنتونونو له استادانو یې وغوښتل، چې له خپلو تجروبو په ګټه اخیستنې، د هېواد تحصیلي او اقتصادي نظام د غوړولو او د هېواد سالمې ادارې لپاره جدي کار وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې کابل پوهنتون د هېواد د لوی پوهنتون په توګه، اوسنیو شرایطو او د هېواد ګټو ته په کتو، د علمي، تحصیلي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره طرحې او مشخص پلانونه جوړ کړي، چې په راتلونکي کې په نورو پوهنتونونو کې هم د پلي کېدو وړ وي. شیخ حقاني وویل؛ اوس د دې اړتیا ده چې سالم تحصیلي نظام ولرو او د هېواد په داخل کې د ځوانانو د استعدادونو د پراختیا لپاره لار هواره شي.  

شیخ حقاني د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، چې د ځوانانو استعدادونو ته په کتو، که چېرې د دغو ځوانانو د علمي پرمختګ هڅه وشي، نو په نیږدې راتلونکي کې به د بهرنیو هېوادونو له احتیاج څخه راووځو.

هغه د هېواد استادان او پوهان معنوي پانګه او د هېواد د پرمختګ اساس وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د هغوی نظرونو او طرحو ته درناوی کوي او د اسلام مبین دین په چوکاټ کې به یې عملي کړي. دغه راز د هغوی له توانایانو په استفادې به د افغانستان ځورېدلي خلک د یوې پرمختللې او روښانه ټولنې په لور بوځي.

همدارنګه شیخ الحدیث مولوي شاه محمد د جهاد د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې ټول باید د مختلفو برخو د سالم مدیریت لپاره هڅه وکړو، څو د پرمختګ د لارې خنډونه لیرې او د پرمختګ او ځان بساینې لوړو پوړیو ته ورسیږو.

د کابل پوهنتون سرپرست محمد اشرف غیرت د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره د ناستې موخه، د ښې راتلونکې او د غوره تحصيلي فضا د رامنځ ته کولو لپاره، د لوړو زده کړو د کورنۍ علمي تجروبو شریکول وبلل، هغه ډاډ ورکړ، چې ټول استادان د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دي او د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پلي کولو هڅه کوي. 

د کابل پوهنتون د مشرتابه شورا په استازیتوب محمد اسماعیل ناصري وویل، چې د دغه پوهنتون په مختلفو برخو کې شورا شته او لویو علمي او تحصیلي موخو ته د رسېدو او همدارنګه روښانه راتلونکي لپاره به له لوړو زده کړو وزارت سره خپلې طرحې شریکې کړي.

دغه ناسته د هېواد د فلاح او خیر لپاره په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS