د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير د پوهنتون د امنيت د ارزونې په اړه د ګمارل شوې ډلې راپور واورېد

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۹:۱۸
g

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير له ګمارل شوو کمېټو څخه د پوهنتونونو د امنيت د ارزونې او د کابل پوهنتونو د تېرې اونۍ د پېښې د جنازو، فاتحو او د ټپيانو د عیادت په مراسمو کې د ګډون راپور واورېد.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير دوکتور عباس بصير د دې وزارت د رهبري شورا په غونډه کې د کابل پوهنتون د خونړۍ پېښې د شهيدانو پاک روح ته د دعا تر څنګ، د يادو ګمارل شوو کمېټو راپور واورېد او ويې ويل چې د هېواد د پوهنې او دين دښمنان، په هر هغه ټکي چې د ډېرو خلکو د اندېښنې سبب کېږي بريد کوي او وحشت خپروي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وويل چې د تحصيلي بنسټونو د امنيت د تامین له پاره د کابينې په غونډه کې هم بحثونه شوي دي او همداراز د لوړو زده کړو وزارت هم په دې اړه په يوه هر اړخيزه طرحه کار کوي چې زيانمن ټکي په نښه او په دې برخه کې اړین اقدامات وکړي.

د کابل پوهنتون د علمي مرستيال او د لوړو زده کړو د بشري سرچينو د رييس په غونډه کې د کابل پوهنتون د پېښې د جزياتو او په دې اړه د ترسره شوو اقداماتو په برخه کې راپورونه وړاندې شول.

د کابل پوهنتون علمي مرستيال وویل چې د دې علمي بنسټ له مسولينو او استادانو څخه ګمارل شوې کمېټې د جنازې او فاتحې په مراسمو او همداراز د ټپيانو په عيادت کې برخه واخيسته. نوموړي يادونه وکړه چې د هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ نقدي مرسته هم د شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته ورکړل شوه چې هر ټپي ته ۵۰ زره او د هر شهيد شوي کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ ورکړل شوې. همداراز د دې وزارت د بشري سرچينو رييس د وزارت د يو شمېر معينانو او رييسانو د ګمارل شوې ډلې چې د جنازې، فاتحې او ټپيانو د عيادت په مراسمو کې يې برخه اخيستې وه غونډې ته يې راپور وړاندې کړ. ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به د کابل پوهنتون د شهيد شوو محصلينو پاکو ارواوو ته د عمومي فاتحې اخيستنې مراسم د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون له لوري ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS