د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او مل پلاوي د هرات ولایت له جامي خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون بېلابېلې برخې یې وارزولې.
![kljdlkklvklxc](/sites/default/files/2024-02/whatsapp_image_2024-02-27_at_11.41.57_am_0.jpeg)
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او مل پلاوي هرات ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون د بېلابېلو برخو نظارت او ارزونه وکړه.
په دې لیدنه کې علمي معین د هرات ولايت د جامي پوهنتون د علمي، تدریسي او اداري بنسټونو او تاسيساتو د ارزونې ترڅنګ، د لا ښه خدمتونو د وړاندې په پار د ياد پوهنتون مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.