د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې پاکستان هېواد ته د افغان علمي کادرونو د علمي سفر له مسؤل څخه د یاد سفر راپور واورېد. 

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۴:۳۴
kuhfjksdhfkjsd


د پاکستان هېواد د لوړو زده کړو کمېسیون په رسمي بلنه د هېواد بېلا بېلو تحصیلي بنسټونو علمي کادرونه د ظرفیت لوړونې او تجروبو شریکولو په موخه پاکستان هېواد ته علمي سفر کړی و، چې هېواد ته له راستنېدو وروسته د یاد سفر مسؤل او د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید د لوړو زده کړو وزارت له علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه سره د دغه سفر لاسته راوړنې او راپور شریک کړ. 
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له نړیوالو پوهنتونونو سره د هېواد د پوهنتونونو د علمي او اکاډمیکو اړیکو، دوه اړخیزو تړونونو او تجروبو پر شریکولو ټينګار وکړ. 
دغه راز د یاد سفر مسؤل وویل چې د دې سفر پر مهال مو د اکاډمیک مدیریت، رهبرۍ، تدریس او څېړنې په برخو کې معلومات تر لاسه کړل، د پاکستان هېواد له مختلفو پوهنتونونو او علمي مرکزونو څخه مو لیدنه وکړه، خپلې تجروبې مو ورسره شریکې کړې او د هغوی له تجروبو مو ګټه واخیسته. 
د یادونې وړ ده چې په دغه ۲۵ ورځني علمي سفر کې د هېواد مختلفو تحصیلي بنسټونو ۳۸ تنه استادان شامل وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS