د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د 2021 Going Global په کنفرانس کې په انلاین بڼه ګډون وکړ او وینا یې وکړه

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۵:۱۱
ل

د (Going Global) کنفرانس هر کال یو ځل د British Council)) له لوري یو ځل جوړېږي، چې د نړۍ زیاترو هېوادونو پالیسي جوړونکي او د لوړو زده کړو مسوولان او څانګپوهان (متخصصین) پکې ګډون کوي.

ناسته د پخوا پر خلاف چې په حضوري بڼه به په یوه هېواد کې جوړېده، په انلاین توګه جوړه شوې وه.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په افغانستان کې د لوړو زده کړو وضعیت، په ځانګړې توګه د کورونا بحران، د قرنطین شرایطو او د افغانستان تحصیلي نظام پر کیفیت یې د اغېزو، ستونزو او له هغو څخه د وتو په اړه وینا وکړه.

پوهنمل بالاکرزي وویل چې افغانستان د سویلي اسیا غړو هېوادونو په ډله کې یو له هغو هېوادونو دی چې له بده مرغه له تېرو څلور لسیزو راپدېخوا د نیابتي جګړو ډګر او د نړیوالې ترهګرۍ قرباني و او دغه وضعیت د لوړو زده کړو په برخه کې موخو ته د رسېدو لپاره د ډېریو پرمختګونو مخه ډب کړې وه، خو بیا هم په وروستیو دوه لسیزو کې د دولت او نړیوالې ټولنې په ملاتړ سره د پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې شوي دي.

هغه په ټول هېواد کې د زدکړیالانو، استادانو، پوهنتونونو، دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د پرمختیا د کچې او همدارنګه زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په اړه له شلو کلونو راپدېخوا پرتلیز معلومات وړاندې کړل.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي هغه ستونزې چې د کورونا ویروس له امله راپورته شوې، په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره یو خنډ وباله، خو ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د تحصیل د راټيټېدو د مخنیوي په پار د الکترونیکي زده کړو پروګرامونه جوړ کړي دي. هغه زیاته کړه، که څه هم دغه پروسه د انټرنېټ، برېښنا او معلوماتي ټکنالوژۍ له ستونزو سره مخ شوې ده، خو په ټوله کې د زده کړو پروسه درېدلې نه ده، هڅه کوو چې د دغې برخې ستونزې له منځه یوسو.

پوهنمل بالاکرزي د افغانستان لوړو زده کړو په برخه کې د نړیوالې ټولنې له همکارۍ مننه وکړه او اوسنی وخت یې د همکاریو زیاتولو او په علمي حوزه کې د ګډو کارونو او پرمختګ لپاره غوره وباله او ویې ویل:"ګډې همکارۍ موږ دغې موخې ته نږدې کوي، چې په زده کړو سمبال بشري ځواک نه یوازې په ملي مارکېټ ته، بلکې سیمییز او نړیوال مارکېټ ته د کار له چاپېریال سره سمو مهارتونو په درلودو سره وړاندې کړو."

په پای کې د ناستې ګډونوالو له لوري پوښتنې هم وشوې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له خوا ځواب شوې.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

https://www.britishcouncil.org/.../south-asia-policy...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون، طب پوهنځي او تدریسي روغتون له استادانو او ډاکټرانو سره د کتنې ترڅنګ د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه لیدنه وکړه.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه د لیدنې سربېره د کندهار پوهنتون، طب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۱۶
Background image

د هېواد د تحصیلي  بنسټونو د کرنې څانګې لېسانس برنامو د لومړي پړاو لومړي ګروپ کلسټر پای ته ورسېد.

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کرنې د لېسانس برنامو د ۱۲ څانګو لومړی پړاو لومړی ګروپ کلسټر  د کرنې پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او. . .

BACK TO NEWS