د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته وشوه.

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او ا داري معینیت د انسجام ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د ناستې له غړو وغوښتل چې خپلو ورځنيو چارو ته لا زیاته پاملرنه وکړي او اړوند کارونه په خپل وخت ترسره کړي.
وروسته د تېرې شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او اړوندو رئیسانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د ناستې غړو له اجنډا سره سم په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو شپنیو برنامو، د بلخ پوهنتون د اسلامي تعلیماتو په پوهنځي کې د دوو شپنیو برنامو، د جوزجان پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې د دوو شپنیو برنامو پر پیل او همدارنګه د ننګرهار پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د پښتو څانګې د دوو شپنیو برنامو پر بیا پیل او ځینو نورو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.