د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي د بامیان پوهنتون د ۱۴۰۲هـ.ش کال محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، له هغوی څخه وغوښتل چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. نوموړي محصلین د ماسټري او دوکتورا لوړو زده کړو ته وهڅول او ویې ویل: «لوړو زده کړو وزارت په ټولنه کې اړتیا ته په کتو په هېواد کې دننه د ماسټري او دوکتورا برنامې ایجاد کړي او په هېواد کې د لوړو زده کړو پراختیا او پرمختګ ته ژمن دی.»
نوموړي زیاته چې لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د فوق لېسانس برنامو لپاره د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په نامه ځانګړی پوهنتون جوړ کړی، تر څو په هېواد کې په لوړو تحصیلي کچو علمي کادرونه وروزي.
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په هېواد کې د لوړو زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویل چې دغه وزارت د نورو وزارتونو او ادارو لپاره بشري ځواک روزي. هغه له فارغو شویو محصلینو څخه وغوښتل چې له خپل تر لاسه شوي علم او مهارتونو څخه د خپلې ټولنې او هېواد په خدمت کې کار واخلي.
ښاغلي حسیب د لوړو زده کړو وزارت دوه کلن مزل او لاسته راوړنو ته په اشارې سره فارغو شویو محصلینو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د کار او خدمت زمنیه ورته مساعدوي.
همدارنګه د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي وویل چې تعلیم او تعلم د انسان معنویت لوړوي او الله تعالی ته یې نیږدې کوي. نوموړي د دیني او عصري زده کړو تر منځ د شته واټن پر ختمولو ټينګار وکړ او ولسونه یې یووالي ته راوبلل.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رئیس استاد حامد یعقوبي د فارغو شویو محصلینو د کورنیو او پلرونو ستاینه وکړه، چې په سختو شرایطو کې یې د خپلو اولادونو لپاره د درس زمینه برابره کړې وه.
نوموړي د اسلامي علماوو کارنامو او د اسلام زرینې دورې ته په اشارې سره وویل چې موږ یو وخت له علمي، سیاسي او اقتصادي پلوه په نړۍ کې لومړی مقام درلود او نړۍ مو رهبري کوله، چې یو ځل بیا باید خپل واقعي هویت ته وروګرځو.
د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رئیس وویل چې موږ باید په هېواد کې د سرتاسري امنیت، اسلامي نظام او د لوړو زده کړو په برخه کې د دا ډول لاسته راوړنو شکر اداء کړو او مثبته ګټه ترې واخلو.
دغه راز د بامیان پوهنتون رئيس مفتي حضرت محمد برهاني فارغو شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل چې تاسو د خپلې ټولنې پر وړاندې مسؤلیت لرئ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په ستخو لارو له مهاجرتونو ډډه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د بامیان پوهنتون ۷ پوهنځيو له ۳۴ څانګو څخه ۷۶۰ کسان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
هېره دې نه وي چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي د ۶ میلیونه او ۶ سوه زره افغانیو په لګښت د بامیان پوهنتون د ترمیماتو پروژې پرانیسته هم وکړه.