د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د افغانستان د کرنيزو علومو او ټيکنالوژۍ پوهنتون ستونزې واوریدې

Azizorayakhel.admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۸:۵
a

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژۍ ملي پوهنتون ستونزې د ويډیو کنفرانس له لارې واورېدې او د هغو د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

په دغه ویډیو کنفرانس کې د کرنیزو علومو او ټیکنالوژۍ ملي پوهنتون علمي معاون پوهنمل احمد فواد احساس، د دغه پوهنتون د لیلیې، درسي صنفونو او د محصلانو د بدل اعاشې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش په داسې حال کې چې ددغه وزارت د مرکزي ادارو رئیسانو هم حضور درلود، په دغه پوهنتون کې له کرونا وایرس څخه وروسته رامنځته شوي ستونزې، ننګونې او فُرصتونه واوریدل، پوهنتونو ته د بودجې د تشخیص د شرایطو د توضیح په وړاندې کولو سره یې وویل، چې ټول پوهنتونونه باید د بودجې د ترلاسه کولو لپاره خپل عملیاتي پروګرامونه د اداري او څیړنیزو جوړښتونو د اړتیاوو، د علمي پروګرامونو د موخو، او د زیربنا د پراختیایي استراتیژۍ سره سم طرحه او تطبیق کړي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین ټینګار وکړ چې له دې وروسته هیڅ پوهنتون ته د تخمین او اټکل له مخې بودجه نه ورکول کیږي، د پوهنتونو مالي او اداري څانګې مکلفې دې چې په یوې عملیاتې طرحې سره خپلې ټولې علمي، جوړښتي او اداري اړتیاوې وړاندېز کړي او د هغو مطابق بودجه تر لاسه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژۍ ملي پوهنتون ته ډاډ ورکړ چې د لیلیې او بدل اعاشې اړوندو موجودو ستونزو د حل لپاره به اقدام وکړي او د اوږد مهاله ستونزو د حل لپاره به د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري اصولو مطابق هڅې وکړي.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژۍ ملي پوهنتون په کندهار ولایت کې موقعیت لري او د هیواد له مهمو پوهنتونو څخه دی، چې د ۸۰۰ محصلانو او ۳۵ استادانو په لرلو سره د کرنیزې ټیکنالوژۍ په برخه کې د هیواد په کچه د تدریس پروسه او علمي څیړنه تر سره کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS