د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د ترکیې هېواد له سفیر سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۴:۳۲
6yrftjhfts

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د ترکیې هېواد سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له افغانستان سره د دغه هېواد له دوامداره همکاریو او ښو اړیکو څخه خوښي وښوده.
وروسته یې د نسايي ولادي روغتون د جوړولو او ترمیم په اړه هغه تفاهم لیک ته اشاره وکړه، چې مخکې لاسلیک شوی و او دغه راز یې د تدریسي روغتونونو علي آباد، شهر آرا او د هېواد د نورو تدریسي روغتونونو په بېلابېلو څانګو کې شته ستونزې یادې کړې او په دې برخه کې یې د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه. 
د ترکیې سفیر جهاد آرکین آی د لوړو زده کړو وزارت په بېلابېلو تحصیلي څانګو په ځانګړې توګه روغتیا په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ له نیکو احساساتو او نظریاتو څخه قدرداني وکړه او ویې ویل چې ترکیه او افغانستان دوه دوست هیوادونه دي، چې یو له بل سره فرهنګي او په بېلابېلو برخو کې ګډې اړیکې لري.
نوموړي له افغانستان سره د ښو اړيکو، لا زياتو مرستو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او د تدريسي روغتونونو په ځانګړي ډول د نسايي ولادي روغتون د ستونزو په حل کې يې د لازمو همکاريو ژمنه وکړه.
د کتنې پر دوام د علي آباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري دغه روغتون سره د ترکیې هېواد د دوامداره همکاریو په اړه معلومات ورکړل

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS