د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د وزارت له کارکوونکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې خپلو کارونو ته زیاته پاملرنه وکړي او د نن کار سبا ته پرېنږدي.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۷:۴۰
kkjjklljk


د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په هغه کتنه کې چې د لوړو زده کړو وزارت له کارکوونکو سره یې درلوده، د کارکوونکو د کاري چارو پر دقت او چټکتیا ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: د شکر ځای دی، چې له یوې خوا الله تعالی موږ ته په یوه علمي او اکاډمیک بنسټ کې د خلکو د خدمت کولو فرصت راکړی او له بلې خوا یې د حلال رزق د ترلاسه کولو زمینه هم برابره کړې ده.»
نوموړي دغه راز وويل، چې د ا.ا.ا په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه تل د کارکوونکو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره هڅې کړي چې له نېکه مرغه په دې برخه کې بريالي شوي او د وزارت د کارکوونکو معاشونه لوړ شوي دي. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک هم په دې اړه خبرې وکړې او د دغه وزارت د کارکوونکو د مالي امتیازاتو په اړه یې معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل چې په هر ډول شرایطو کې د تحصیلي نظام پیاوړي کولو ته کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد، اتو دیني جامعاتو د فاضلانو یو میاشتنۍ روزنیزې دورې فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د تفسیر شریف او تطویرالمستوي العلمي دورې، چې په عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې جوړه شوې وه او نن پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

BACK TO NEWS