د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو د مرور او بیاکتنې کمېټې کار تکمیل شو
د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو د جوړښت مرور او بیاکتنې کمېټې د کار ناسته نن د دغه وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ وشوه، چې د دوو نورو ریاستونو د جوړښت د طرحې په تایید سره بشپړه شوه.
د دغې ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش، د یادې کمېټې له غړو، چې څلور میاشتې یې د وزارت مرکزي ادارو د جوړښت په اړه په ټول مسوولیت او دقت کار کړی، مننه وکړه.
نور احمد دروېش وویل:"دغه بیاکتنه د کاري لومړیتوبونو، له وظیفوي تداخل څخه د مخنیوي، د کاري پړاوونو ساده کولو، د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ادارو حذف او زیاتول، د جوړښت له زیاتوالي مخنیوي او د لوړو زده کړو وزارت د جوړښت سیسټم تنظیمول، د اوسنیو اړتیاوو پر بنسټ تر سره شوي دي."
دغه راز هغه زیاته کړه چې د دغه وزارت د جوړښت طرحه چې د لوړو زده کړو پر جوړښت د مرور او بیاکتنې کمېټې له لوري نن تکمیل او د لوړو زده کړو وزارت د جوړښت کمېسیون ته چې د مشرتابه مقام په ریاست فعالیت کوي، راجع شوه او له تایید وروسته به د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون ته ولېږل شي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په وینا په پام کې ده چې ډېر ژر به د دغې کمېټې کار د هېواد دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د جوړښت پر بیاکتنې دوام وکړي.