د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو ته د برېښنایي لېږد رالېږ سیسټم په اړه ورکشاپ ورکړل شو.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۲:۲
dsfsdfsdsdf


د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د یوې ناستې په ترڅ کې، چې مشرۍ یې د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب کوله، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو ته په برېښنایي توګه د سیسټم له لارې د مکتوبونو، استعلامونو او وړاندیزونو د لېږد رالېږد، کړنو او څارنې په اړه معلومات ورکړل شول. 
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخېل په وینا، د یاد سیسټم له لارې د وزارت مرکزي ادارو او دویمي واحدونو تر منځ د مکتوبونو، استعلامونو او وړاندیزونو په لېږد رالېږد، کړنو او څارنه کې ډېره چټکتیا او اسانتیا رامنځ ته کېږي.
د یادونې وړ ده چې دغه سیسټم د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست جوړ کړی، چې د کارمندانو تر پوهاوي وروسته به د وزارت اړوند ټولو ادارو کې تطبیق شي.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد، اتو دیني جامعاتو د فاضلانو یو میاشتنۍ روزنیزې دورې فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د تفسیر شریف او تطویرالمستوي العلمي دورې، چې په عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې جوړه شوې وه او نن پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

BACK TO NEWS